ټولنه

دبڼوالو لپاره دميوه لرونکو نيالګيو ويشل .

کابل باختر د کب اوولسمه :
په نوي کال کې دلوګر ولايت دکرنې اواوبو لګولو رياست  بڼوالو ته څه ناڅه يوسلو درې ديرش زره ميوه لرونکي  نيالګي ويشي .
دلوګر ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس محمد دين مومند  د باختراژانس خبريال ته وويل په دغو نيالګيو کې بادام ، زردآلو ، مڼې ، الوبالو ، ګيلاس ، شفتالو اوناک شامل دي چې په سلو کې په پنځوس تخفيف  سره بزګرانو ته ويشل کيږي .
ده زياته کړه ټاکل شوې ده دنوي کال په بهير کې  په ١١٠٠  جريبه ځمکه کې نوي بڼونه جوړ شي .
دکرنې او اوبو لګولو  رياست  دبڼوالى دملي پروګرام مسوول سيفي الله  وايي په  ١٣٩٥  کال کې په لوګر کې پنځه زره بڼونه چې دله منځه تلو له خطرسره مخامخ و  بيا احيا شوې دي او دمميزو دساتنې پنځه څلويښت  خونې او داوبو پنځلس زيرمې  جوړې کړي دي .
دلوګر والي محمد حليم فدايي چې دامنيه قوماندان او له نورو دولتي ادارو سره دويشلو په سيمه کې  ګډون کړى و  وويل هره نيالګى چې بڼوال کښينوي  بايد دسولې نيالګى وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته