امنیت

دبګرام په هوايي ډګر دراکتي بريدونو مخه ونيول شوه .

کابل باختر دليندي پنځمه :
دبګرام په هوايي ډګر دراکتي بريدونو مخه ونيول شوه .
  دپروان ولايت دملي امنيت رييس جنرال  صنم ګل  سهاک دباختر اژانس  خبريال ته وويل چې پرون  ددغه ولايت دملي امنيت منسوبانو په يولړ عملياتو کې دبګرام ولسوالۍ په جعفر خيل ساحه کې دتوغندي ٣٦ ګولۍ  کشف او  ترلاسه کړل .
ده وويل دغه توغندي دوسله والو طالبانو له خوا  دبګرام په هوايي ډګر او دولتي تاسيساتو دتوغولو په خاطر  په پروان ولايت کې ځاى پرځاى شوي و .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته