کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ يوشمير اوسيدونکو نن په هغې ولسوالۍ کې دنړيوالو ځواکونو په بمباري کې ديو ملکي سړى دوژل کيدو په خاطر مظاهرې وکړې .
دپروان ولايت امنيه قوماندان خليل الله ضيايي دباختراژانس خبريال ته وويل ددغه سړى هويت تراوسه نه دى معلوم اوپه دې برخه کې څيړنې روانې دي خو دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ اوسيدونکي بيا وايي دغه سړى يو ښکاري و چې شهيد شو .
2 د یوې دقیقې څخه لږ