امنیت

دبګرام ولسوالۍ يوشمير خلکو خپلې سيمه ئيزې ستونزې دولسي جرګې له رييس سره طرحه کړې .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
دولسي جرګې  رييس عبدالروف ابراهيمي نن دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ له خلکو سره په کتنه کې دهغوى ستونزې  واوريدې .
دولسي جرګې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  په دې کتنه کې چې دپروان دولايتي شورا غړى عصمت الله محمدي هم حاضر و  دبګرام ولسوالۍ خلکو خپلې ځينې سيمه ئيزې ستونزې طرحه کړې  او زياته يې کړه چې په پروان ولايت کې  بريښنا په عادلانه ډول نه ده ويشل شوې او دپروان زياتره ولسوالۍ دبريښنا له نعمت څخه بې برخې دي .
دوى دغه راز په حکومتي اداروکې په برابره توګه دقانون دنه تطبيق  له پلوه دخلکو دستونزو په باب خبرې وکړې  او په دې برخه کې يې دولسي جرګې دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
  دولسي جرګې  رييس دبګرام ولسوالۍ دخلکو غوښتن ليک  دمواصلاتو اومخابراتو کميسيون او دانرژۍ اواوبو وزارت ته صادر کړ چې دعرض کوونکو دبريښنا دستونزو په حل کولو لاس پورې کړي .
ده دغه راز دقانون  په واکمنۍ او دهغه په تطبيق کې په نه تبعيض  ټينګار وکړ او ويې ويل هيله لري چې دنوې کابينې په اعلامولواو دچارودمسوولينو په ټاکنې سره دملي وحدت دحکومت له خوادغه ستونزه حل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته