دبي پيلوټه الوتکې دبريد له امله ١٧ تنه ووژل شول
پيښور ډي نيوز باختردمرغومي دمياشتې ١٧ :
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې دبي پيلوټه الوتکې دبريدله امله څه ناڅه ١٧ تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.
دباختراژانس دخبرله مخې دغه بريدونه نن هغه وخت وشول چې څلور بې پيلوټه الوتکې په دغې سيمي لس توغندي وتوغول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې دغه بريدونه دجنوبي وزيرستان په سيمه کې داستوګنې په دريو کورونو وشول.
داستوګنې دغه کورونه چې دتندلارو پټنځايونه بلل کېدل په بشپړه توګه ويجاړشوي دي.
خبرځاي زياته کړه دغه پټنځايونه دتندلارو قوماندان قاري عمران پنجابي پوري مربوط و چې ګومان کېږي دپاکستاني طالبانو دتحريک دحفيظ ګل بهادر په ډلې پورې تړلي و او ددغو بريدونو هدف دي په خپله و اوګومان کېږي چې دطالبانو نور قوماندانان هم په دغو بريدونو کې وژل شوي دي.