ټولنه

دبيت الله شريف زيارت کوونکي دهيواد دشرکتونو دالوتکو په واسطه ليږدول کيږي

کابل باختر د زمري اووه ويشتمه :
دافغانستان دهوايي شرکتونو مسافر وړونکو الوتکو سعودي عربستان ته دافغاني حاجيانو دليږدوني اجازه ترلاسه کړه .
دهيوا د دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې داطلاعاتو او عامه اړيکو  دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دهيواد دهوايي شرکتونو دالوتکو دالوتنې داجازې په ترلاسه کيدو سره ددغو الوتکو په واسطه  سعودي عربستان ته دافغاني حاجيانو دليږدونې بهير پيليږي .
مخکې له دې سعودي عربستان دهوايي چلند ادارې ټولو اسلامي هيوادونو ته يو داسې شرط وړاندې کړى و چې دهغه له مخې  هغه الوتکې چې له جوړيدو څخه يې له پنځه ويشتو کلونو څخه زيات وخت تيريږي دغه هيواد ته دالوتنې اجازه نه لري خو دسعودي عربستان له اړوندومقاماتو سره دافغانستان دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې دمسوولينو له خبرو وروسته دافغانستان دهوايي شرکتونو دالوتکو په وړاندې دغه شرط لغوه  شو او ددغو شرکتونو دالوتکو په واسطه سعودي عربستان ته دافغان حاجيانو دليږدونې بهير پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته