ټولنه

دبيا جوړولو پروژو کار دې له سره پيل شي .

کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
دبادغيس  ولايت اوسيدونکو په مظاهرو کې دلامان _ باغيس دحلقوي سړک دبشپړولو غوښتنه وکړه .
دبادغيس ولايت په لسګونو تنو خلکو دلامان بادغيس _ دفارياب ولايت دقيصار   حلقوي سړک دنيمه کار پاتې  په اعتراض کې پرون مظاهره وکړه .
دبادغيس له ولايت څخه دباختراژانس خبريال خبر ورکړ. مظاهره کوونکي غواړي دحلقوي سړک دپروژې کار ته دې چې له دريو کلونو راپديخوا نيمګړۍ پاتې دى پاملرنه وشي .
دغه راز دترکمنستان دوارداتي بريښنا دپروژې په باب دې چې تيرکال پيل شوې وه خو دپاى ته رسيدو خبر يې نشته  عملي اقدامات وشي .
  دبادغيس دولايتي شورا  غړي فريد اخي زي  دبادغيس دوالي ددفتر درييس له خولې وويل دغه پروژې دهغو ستونزو له امله چې دولت ورسره مخامخ دى ځنډيدلي  دي  خو سږ کال يې سل په سلو کار پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته