فرهنګ

دبودايانو په دورې پورې اړوند دسرو زرو لس سکې کشف شوې .

کابل – باختر دثور دمياشتې ١٣
دسرو زرو لس سکې نن دپکتيا ولايت دامنيه قوماندان له خوا ددغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ته وسپارل شوې.
دپکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفا مشفق دباختر آژانس خبريال ته وويل دسرو زرو دغه لس سکې چې لرغونې آثار دي شپږ مياشتې مخکې دلرغونو آثارو دقاچاق وړونکو له خوا له لوګر ولايت څخه پکتيا ولايت ته ليږدول شوي دي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دغه آثار دګرديز ښار پورې اړوند دتيرې غفور خيلو په ساحه کې په يوه کنډودله کې ځاى پرځاى شوې وې چې دپوليسو له خوا کشف او ترلاسه شوي، خبرځاى زياته کړه دپيښې په تور تراوسه پورې څوک نه دى نيول شوى .دپکتيا د ابداتو امر محمد ګل وويل دغه سکې دبودايانو په دورې پورې مربوطې دي او دهغه وخت له ستر تاريخي آثارو څخه شميرل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته