دبهرنيو چارو په وزارت کې دنوي کال درارسيدو په وياړ دنيالګيو دايښودلو مراسم پيل شول .

کابل باختر دکب درې ويشتمه :
دافغانستان داسلامي  جمهوريت دبهرنيوچارو وزير  صلاح الدين رباني د پسرلي او دنوي کال درارسيدو په وياړ نن د بهرنيو چارو وزارت په بڼ  او انګړ کې  دلومړي  نيالګي په ايښودلو سره  دنيالګيو دايښودلو  مراسم په رسمي ډول  پيل کړل .
  دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبرورکړ دبهرنيو چارو وزير  په داسې حال کې چې  ددغه وزارت  سياسي اوداداري  او منابعو معينان او د بيلابيلو څانګو رييسان او مرستيالان  حاضر و  دپسرلي او د ١٣٩٧ کال  درارسيدو له امله  دبهرنيو چارو په وزارت کې دنيالګيو دايښودلو مراسم پيل کړل . او هيله يې وکړه چې ګران هېوادوال او بزګران  دکابل ښار او دافغانستان په ټولو ولايتونوکې  په سمسورتيا  ،  ښکلا ، دنيالګيوپه ايښودلو او د  ميوه لرونګو  او ډولي نيالګيو په ايښودلو کې ونډه واخلي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته