سیاست

دبهرنيو چارو و زارت معينې په استراليا کې د افغان مهاجرينو د ستونزو دڅيړنې غوښتنه وکړه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٠  :
د افغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې په کابل کې داستراليا له نوي سفير سره په کتنه کې د دواړوهېوادونو ترمنځ داړيکو دلازياتې پياوړتيا اوپراختيا په باب خبرې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:  
په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې عادلې راز دمهاجرت د بحران په باب خبرې وکړې او داسترالـيا د حکومت  له خوا يې په دغه هېوادکې دميشتو افغان پناه غوښتوونکودستونزو دڅيړنې غوښتنه وکړه.
دغه راز د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو معينې د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو، د زده کړې د ارزښت اوپه دې برخه کې دپانګونې او دافغانستان په بنسټيزو برخو کې دپانګونې په باب هم خبرې وکړې.
داسترالياسفير له افغانستان سره دخپل هېواد دهمکاريو په دوام باندې په ټينګار سره   د کرنې په برخه کې   پانګونه  ګټوره   وبلله  او په  دې   برخه کې داستراليا دبډايې  تجربې  له مخې يې  ژمنه وکړه چې  دافغانستان دکرکيلې دپياوړتيا  په لاره  کې   دې داستراليا حکومت په دې  برخه کې همکاري  اوپانګونه وکړي.
په پاى  کې  دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي  همکاريو معينې دافغانستان     په باب دبروکسل کنفرانس لپاره دتياري په  اړوند خبرې وکړې اوپه دې غونډه کې يې داستراليا د جګپوړي هيئت د ګډون غوښتنه وکړه.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته