کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون دافغانستان لپاره دسويډن له نوي سفير تابياس تايلبرګ سره دپيژند ګلوي کتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني دافغانستان او سويډن د اړيکو په تاريخي بللو سره دسويډن هېواد مثبت رول له امله مننه وکړه وروسته دسويډن نوي سفير تابياس تايلبرګ وويل چې له افغانستان سره دده دمتبوع هېواد ژمنې تلپاتې دي . ختم- ف +_ اکرم