سیاست

دبهرنيو چارو وزير په کابل کې ددنمارک دشاهي هېواد له نوي سفير سره وکتل .

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني تير ماښام په کابل کې ددنمارک دشاهي هېواد له نوي سفير شن چارلس ايلرمن کينګ  او مبي سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې لومړى دبهرنيو چارو وزير په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره ددنمارک ددولت اوخلکو دارزښتناکو همکاريو له امله دمننې په څرګندولو  سره شن چارلس ايلرمن کينګ اومبي ته ښه راغلاست ووايه او هيله يې وکړه چې په افغانستان کې دده په کاري موده کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لازياتې پياوړې او پراختيا ومومي .
دکتنې په دوام دبهرنيو چارو وزير دافغانستان په باب دبروکسل  کنفرانس لپاره دتياري په اړوند خبرې وکړې او په دې کنفرانس کې يې د دنمارک دشاهي هيواد دجګپوړي هئيت  دګډون هيله وکړه .
  وروسته په کابل کې ددنمارک نوي سفير په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره دخپل متبوع هېواد دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ اوژمنه يې وکړه  چې په افغانستان کې دخپل ماموريت په بهير کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوه اړخيزو  دوستانه اړيکو اوهمکاريو دلازيات ټينګښت او پرمختيا لپاره له هيڅ راز هلوځلو  څخه ډډه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته