دبهرنيو چارو وزير دچين دولسي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت له معين سره وکتل .

کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون دچين دولسي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت له معين ليوجيانچاو سره چې دافغانستان ، چين او دپاکستان ددرې اړخيزو ستراتيژيکي خبرو په لومړي پړاو کې دګډون په مقصد کابل ته راغلى دى وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دافغانستان اوچين ترمنځ دوستۍ او دوه اړخيزې اړيکې تاريخي سابقه لرونکي وبللى او وي ويل چې له نيکه مرغه سږ کال مو ددواړو هيوادونو ترمنځ درسمي دوستانه اړيکو شپيتمه کاليزه ونمانځله .
صلاح الدين رباني زياته کړه چې په تيرو ١٣ کلونو کې په بيلابيلو ساحوکې له افغانستان سره دهمکاري په برخه کې له دوست هيوادچين سره په ګډه ارزښتناک ګامونه اخيستل شوي دي او دسولې او پخلاينې په لاره کې دافغانستان دحکومت له هڅو اوهاند سره ددغه هيواد په بشپړ ملاتړ سره ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکو له بل هروخت څخه زيات پياوړتيا موندلې ده .
دغه راز دهيواد دبهرنيو چارو وزير دافغانستان ، چين او پاکستان ددرې اړخيزو ستراتيژيکي خبرو په لومړي پړاو کې دچين دولسي جمهوريت ديادونې وړ رول چې په کابل کې ترسره شو ، وستايي .
وروسته دچين دولسي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت معين دافغانستان ، چين او پاکستان ددرې اړخيزو ستراتيژيکي همکاريو دلومړي پړاو ارزښت ته په اشارې سره سره څرګنده کړه ( په افغانستان اوسيمه کې سوله او ټيکاو ) داوسنۍ پيړۍ حياتي ضرورت دى او افغانستان ، چين او پاکستان د خپلو درې اړخيزو ستراتيژيکي خبرو په لومړي پړاو کې ددغو ضرورت په مبرميت باندې يوځل بيا ټينګار وکړ او په کابل کې ددغو خبرو په دويم پړاو کې چې په برياليتوب سره ترسره شو درې واړو هيوادونو په مفصل ډول دعلاقي وړ ډيرې مهمې موضوعګانې وڅيړلې او هر اړخيز موافقو ته ورسيدل .
په دې کتنه کې دواړو لورو له تروريزم سره دګډې مبارزې او ددغو هيوادونو ترمنځ داقتصادي ، تجارتي او ترانزيتي اړيکو دپياوړتيا او له نورو ګډو چلنجونو سره دمبارزې په لاره کې دافغانستان ، چين او پاکستان دګډو هڅو داهميت او دافغانانو په مشرۍ دسولې او پخلاينې له بهير سره دچين او پاکستان دملاتړ دارزښت په باب خبرې وکړې .