کابل باختردثور دمياشتې ١١ :
په هغې کتنه کې چې نن دافغانستان دبهرنيو چارو دوزيرضراراحمد عثماني
او دبوسنيا هرزې ګونيا دنااستوګن سفير نديم مکارويک ترمنځ وشوه دواړو
لورو دديني ، فرهنګي او تاريخي مشترکاتو دموضوعګانو ا وددواړو هېوادونو
ترمنځ دمستقيمو اقتصادي او فرهنګي اړيکو او همکاريو دټينګښت په باب خبرې وکړې .
دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دبهرنيو چارو وزير په دې کتنه کې وويل : افغانستان او بوسنيا هرزې ګونيا ددوو
دوستو او ورونو هېوادونو په توګه دورته سابقې په لرلو سره ددوه اړخيزو اړيکو او همکاريو لپاره زيات فرصتونه لري او کولاى شي اوبايد له دغو فرصتونو څخه په استفادې سره ددواړو هېوادونو ترمنځ دعملي همکاريو نوى فصل پيل شي .
دبهرنيو چارو وزير دغه راز دايساف په چوکاټ کې دبوسنيايي سرتيرو دشتون او
په افغانستان کې دامنيت دتامينولو لپاره دهغوي دهڅو او هاند له امله قدردانې وکړه او ويې ويل چې په وروستيو دولسو کلونو کې دافغانستان ديادونې وړ برياليتوبونه دافغانستان دحکومت دهڅو او دنړيوالې ټولنې دهمکاريو نتيجه ده چې بوسنيا هم پکې ونډه لري .
په مقابل کې دبوسنيا هرزې ګونيا نااستوګن سفير وويل : زه به دخپل ماموريت په بهيرکې هڅه اوهاند وکړم چې دعملي همکاريو دپيل او ددواړو هېوادونو ترمنځ د مستقيمو دوستانه اړيکو دپراختيا لپاره له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړم .
0 1 دقیقه لوستل