سیاست

دبهرنيو چارو وزير دايران داسلامي شورا دمجلس له رييس سره وکتل .

-کابل باختر د وږي  اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون دايران داسلامي جمهوريت  داسلامي شورا دمجلس له رييس  ډاکتر علي لاريجاني سره په تهران کې وکتل .
دبهرنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .په دې  کتنه کې لومړى دايران داسلامي جمهوريت داسلامي شورا دمجلس رييس ډاکتر علي لاريجاني  ټينګار وکړ چې دايران اسلامي جمهوريت دافغانستان    ديو والي او پيوستون او ددغه هېواد دسياسي نظام دپياوړتيا او له تروريزم سره دافغانستان دخلکو او دولت دبرياليتوب غوښتنه کوي .
وروسته دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني دافغانستان په نسبت دايران داسلامي جمهوريت ددايمي دوستانه نظر او دوروستيو درې نيمو لسيزو په بهير کې دافغانستان دمليونونو مهاجرينو د کوربه توب له امله په مننې سره څرګنده کړه چې افغانستان  په جدي توګه ددواړو هيوادونو ترمنځ دسياسي او امنيتي همکاريو دپراختيا او دتجارتي او ترانزيتي  همکاريو دودې غوښتنه کوي .
  په دې کتنه کې دافغانستان  داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارووزير دغه راز ددواړو هيوادونو داړيکو دپراختيا په لاره کې ددواړو هېوادونو دمقاماتو او دپارلمانونو  دغړو ترمنځ دکتنو او اړيکو دپراختيا موضوع هم طرحه کړه چې دايران  داسلامي جمهوريت داسلامي شورا دمجلس درييس له خوا يې هم  هرکلى وشو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته