دبهرنيو چارو وزارت ويندوى : دتماس نړيواله ډله اجراييوي رول نه لري.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  نن په يوه خبري غونډه کې وويل :   دتماس دنړيوالې ډلې رول يو مشورتي رول دى نه  اجراييوي.
د  باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :   د   بهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي   وويل :  دتماس دنړيوالې ډلې دغړو هيوادونو غونډه  چې د روان کال دمرغومې دمياشتې په شپاړلسمه نيټه  په ډيلي کې جوړه شوه  څه دپاسه پنځوس غړي هيوادونه لري چې کله ناکله مشورتي غونډې جوړوي او دهغو پروژو  په باب چې په افغانستان کې پيل شوي دي  ددغې ډلې غړي هيوادونه  نظر څرګندوي.
ده وويل:  دتماس دنړيوالې ډلې رول په کلي توګه يو مشورتي رول دى او کوم اجراييوي رول نه لري اوتصميمونه يې هم الزام راوړونکي نه دي ، خو دافغانستان او دهغوټولومهمو هيوادونولپاره چې په تيرو څه دپاسه لسو کلونو کې د افغانستان   دخلکو ترڅنګ ولاړ  و د خبرو اترو او د ډيرو مهمو سياسي سلامشورو دترسره کولو په خاطر يوه  ډيره اغيزمنه او ګټوره  مجموعه ده.
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  وويل :   چې ددغې ډلې غړو هيوادونو په   تيرو دولسو کلونو کې دبيا جوړولو د دولتي بنسټونو او دافغانستان د ديموکراتيک نظام  د پياوړتيا په برخو کې مرسته کړې  ده .
موسي زي وويل   چې په دې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب دکورنيو چارو وزير عمر داود زي ،  دښځو دچارو وزيرې  ډاکترې حسن بانوغضنفر، دانتخاباتو دخپلواک کميسون رييس احمد يوسف نورستاني او دانتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسون  رييس ګډون کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته