سیاست

دبهرنيو چارو وزارت معين داسيا دپرمختيايي بانک له مرستيالې سره وکتل

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دبهرنيو چارو وزارت دادارې او منابعو معين ډاکتر نصير احمد انديشه  نن داسيا دپرمختيايي  بانک له عمومي مرستيالې  ميرمن ديبورا ستوکس سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې ميرمن ستوکس په افغانستان کې دپانګې اچونې ،  دبنسټونو دجوړولو او بيا رغاوني او نوروبرخو په ګډون په بيلابيلو  برخه کې  داسيا دپرمختيايي بانک  داجراتو  فعاليتونو او برياليتوبونو په باب معلومات ورکړل او په کابل کې ددغه بانک دمرکزي دفتر لپاره يې دهمکاري غوښتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت معين د نړيوالو سازمانونو ددفترونو په برخه کې دافغانستان دقراردادونو او قوانينو دسندونو دبشپړولو اوبهيرونو په باب  خبرې وکړې او دغه  هيئت ته يې  دهکارۍ ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته