کابل باختر دلړم يو ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې داروپا دامنيت او همکارۍ دسازمان له عمومي منشي لمبر تو زنيير سره په کابل کې وکتل .
دبهرنيو چراو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې عادلې راز دافغانستان په نسبت ددغه سازمان دپاملرنې او دافغانستان سرحدي افسرانو او ګمرک ته دروزنيزو پروګرامونو دبرابرولو او په بروکسل کنفرانس کې دګډون له امله مننه او قدرداني وکړه .
دغه راز عادلې راز څرګنده کړه چې افغانستان اوږده لاره وهلې ده او دافغانستان دولت دنړيوالې ټولنې او د نړيوالو سازمانونو په ملاتړ ديادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي .
سره له دې هم له تروريزم او له سيمه ئيزې بنسټپالنې او له نشه يي توکو سره دمبارزې په ګډون ګډ چلنجونه ، دافغانستان سيمې او دنړۍ سوله اوثبات ګواښوي .
له دغو چلنجونوسره مبارزه او له منځه وړل په يوازيتوب سره ناشوني کار دى اوګډو هڅو ته اړتيا لري ، دافغانستان دولت دنړيوالې ټولنې دمتحد په توګه په غوڅې ارادې سره له دغو ناوړو پديدو سره مبارزه کوي او هلې ځلې کوي چې په خپلو پښو ودريږي او په اقتصادي پراختيا برلاسي شي .
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت معينې، ښوونې او روزنې ، دافغان ښځو دځواکمن کولو او داوږد مهالو او لنډ مهالو روزنيزو پروګرامونو برابرولوته د پاملرنې له لارې په اقتصادي اړخ کې له افغانستان سره ددغه سازمان د همکاريو دزياتوالي او دزيات رول دلوبولو غوښتنه وکړه .
په دې کتنه کې زنيير هم په خبرو کې دافغانستان برياليتوبونه وستايل او ويې ويل افغانستان داروپا دامنيت او همکارۍ دسازمان ديوه همکار دولت په توګه يو ډير مهم هيواد دى او له بروکسل کنفرانس وروسته يوښه فرصت برابر شوى دى چې ملاتړ ته اړتيا لري .
ده زياته کړه دښوونې او روزنې په برخو کې پانګونه په تيره بيا دبنسټپالنې دمخنيوي په خاطر مهم بلل کيږي او دافغان ښځو د جندر او پياوړتيا مسالو ته پاملرنه مهمه ده .
ده ښه حکومتوالي ، دنشه يي توکو پرخلاف مبارزه، سرحدي همکاري ، دپولو په دواړوغاړو کې دازادو تجارتي ساحو جوړول او دافغانستان په ګډون په سکرتريت کې دځوانو ديپلوماتانو دروزنيزو پروګرامونو جوړول دسازمان کاري ساحې وبللې او څرګنده يې کړه چې بايد په دې لاره کې زيات کارترسره شي .
0 1 دقیقه لوستل