سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين نيپال ته سفر وکړ .

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت سياسي  معين حکمت خليل  کرزي داسيا دجنوب سارک  دهمکاريو دسازمان ددايمي کميټې په دوه څلويښتمه غونډه  او دوزيرانو شورا په غونډه کې دګډون په مقصد دنيپال  يو خارا ښار ته ورسيد .
  دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. ددغه سازمان ددايمي کميټې غونډه دغړو هېوادونو دبهرنيو چارو وزارتونو  دمعينيانو په کچه اوددغه سازمان دوزيرانو دشورا غونډه دغړو هېوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو په کچه  جوړيږي .
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين به دافغانستان داسلامي جمهوريت په استازيتوب په دغو غونډو کې چې دکب دمياشتې په ٢٦ او ٢٧ نيټه جوړيږي ګډون وکړي .
دغونډو له پيل څخه دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين داسيا دجنوب د پوهنتون له رييس ډاکتر کويتا شرما سره چې په سارک سازمان پورې اړوند يو تخصصي مرکز دى وکتل او ددغه پوهتون دودانۍ دپروژې  د وروستيو پرمختياوو  تحصيلي څانګو ، دمحصلانو دشمير او په تيره بيا دافغان  محصلانو دشمير په باب خبرې وشوې .
په دغه  پوهنتون کې څه ناڅه پنځوس تنه افغان محصلان دحياتي تکنالوژي ، اقتصاد ، نړيوالو  اړيکو ، لرغونپوهنې  ، رياضياتو او دمعلوماتي تکنالوژي په څانګو په زده کړې بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته