کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې د دوه اويايمې غونډې تر څنګ نن دبحران دنړيوالې ډلې له رييس جين مري ګوهينو سره په نيويارک کې په خپله استوګنځي کې وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې دروانو حالاتو ، دسولې دبهير ، دافغانستان اوسيمې په وړاندې دامريکا دنوي ستراتيژي داعلام او له ګاونډيو او دسيمې له هيوادونوسره دافغانستان داړيکوپه باب خبرې اترې وکړې .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ