کابل باختر دزمري اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزى پرون دافغانستان لپاره دنړيوال بانک له رييس ، شبهام چوهدري سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، چوهدرې په افغانستان کې دنړيوال بانک يولړ فعاليتونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې نړيوال بانک په پرمختيايي برخو کې دافغانستان له دولت په مشخصه توګه ددغه هېواد دماليې له وزارت او له نورو اړوندو ادارو سره مستقيمه همکاري لري .
سياسي معين په افغانستان دنړيوال بانک دهمکارۍ له امله مننه وکړه او دحکومتي کارکوونکو دظرفيت دلوړولو ، کاري فرصتونو دبرابرولو او داوبو دمديريت په برخه کې دنړيوال بانک دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
نړيوال بانک دبنسټونو دجوړولو ، دانژرۍ دتوليد د بيځايه شويو کسانو دځاى پرځاى کولو او دافغان ښځو دځواکمن کولو په برخو کې له افغانستان سره په کال کې دکابو يو اعشاريه يو مليارد ډالرو مرسته کوي .
1 1 دقیقه لوستل