کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
دبهرنيو چارو وزارت معين او سرپرست ډاکتر نصير احمد انديښه نن په کابل کې دپاکستان له نوي سفير نصر الله خان زاهد سره دپيژندګلوي کتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
لومړى دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سرپرست په کابل کې دپاکستان دپخواني سفير سيد ابرار حسين دکار د دورې ، فعاليتونو او ديپلوماتيکي هڅو له امله قدرداني وکړه او ددواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې يې رڼا واچوله او ويې ويل ددواړو هېوادونو ملتونه زيات تاريخي ، ديني او فرهنګي مشترکات لري او دزمانې غوښتنه داده چې ددواړو هېوادونو ترمنځ همکاري له بل هروخت څخه زياتې په بيلابيلو اقتصادي ، تجارتي او ترانزيتي ساحو کې پياوړې او پراختيا ومومي .
په دې کتنه کې په کابل کې دپاکستان داسلامي جمهوريت نوي سفير وويل له دې امله چې په کابل کې دپاکستان دسفير په توګه ټاکل شوې يم د خوشحالۍ احساس کوم .
هيله لرم چې ددواړو هېوادونو ترمنځ داوسنيو اړيکو دلازياتې پياوړتيا او پراختيا په لاره کې زما ديپلوماتيکي هڅې ګټورې وي .
ددغې کتنې په دوام دواړو لورو دافغانستان او دسيمې دسياسي ، اقتصادي تجارتي او امنيتي موضوعګانو په باب خبرې وکړې .
0 1 دقیقه لوستل