کابل / دليندې ٧مه /باختر :
دهېواد دبهرنيو چارو دوزارت سرپرست ادريس زمان په کابل کې دفرانسې له سفير ديويد مارتينن سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې ددوه اړخيزو اړيکو دمسئلو په باب تمرکز وشو .
دواړو لورو دافغانستان دولت دسولې دهلوځلو او دغه راز دوروستيو پرمختياو په باب خبرې اترې وکړې .
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست دافغانستان دسولې او ددولت داووه ماده ئيز پلان په باب دفرانسې سفير ته معلومات ورکړل .
دواړو لورو په يو وخت کې دافغانانو په مشري دسولې دخبرواترو او داوربند دارزښت په اړتيا ټينګار وکړ .
هغوى دغه راز د دواړو هېوادونو دبهرنيو چارو دوزارتونو دديپلوماسۍ انستيتونونو ترمنځ دممکنو همکاريو په ګډون ددوه اړخيزو اړيکو دبېلابېلو اړخونو په باب خبرې اترې وکړې .
ختم- ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل