سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سرپرست او سياسي معين دبريتانيا دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل

کابل  باختر دکب دمياشتې١٨:
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست  او سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون مازيګر دبريتانيا له شاهي هېواد دبهرنيو چارو له وزير فليپ هاموند سره  وکتل دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې  کتنه کې لومړى دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت  سياسي معين  دڅلور اړخيزې همغږې ډلې دغونډو او دغه راز دافغانستان دسولې دخبرو دلارې  دنقشې په باب معلومات ورکړل او هيله يې وکړه چې  دغه هلې ځلې  دنړيوالې ټولنې  په تيره بيا  دسيمې دهېوادونو په ملاتړ وکولاى شي په هېواد کې دهميشنۍ سولې اوثبات سبب شي .
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دغه راز دبروکسل او وارسا دکنفرانسونو لپاره دتياري خبرورکړاو زياته يې کړه چې دافغانستان دولت  دښيې حکومتوالۍ ، دبشر د حقوقو اوله فساد سره  دمبارزې  په برخو کې  دخپلو پخوانيو  ژمنو په باب دبرياليتوبونو په اړوند درپوټ دوړاندې کولو  په ترڅ کې   په راتلوونکو کې دمرستې او همکاريو ددوام لپاره دنويو نړيوالو  ژمنو دجلبولو  غوښتنه وکړه.
وروسته  د بريتانيا دشاهي هېواد د بهرنيو چارو  وزير دسولې دخبرو د بهير په
باب دمعلوماتوله وړاندې کولو سره د خوښۍ په څرګندولو سره ټينګار وکړ چې هېواد يې د افغانستان په  رهبرۍ او مالکيت  د دغه  بهير ملاتړ کوي .
ده  د بروکسل  او وارسا دکنفرانسونوارزښت  ته په اشارې سره  زياته کړه چې بريتانيا دافغانستان د استراتيژيکي دوست په  توګه له دغه هېواد سره  په همکارۍ اوملاتړ ژمن دى اوپه دې کنفرانس کې به په فعاله توګه ګډون وکړي.
ددغې کتنې په پاى کې دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين او دبريتانيا دبهرنيو چارو وزير په مطبوعاتي  کنفرانس کې په ګډون سره دخبريالانو پوښتنو ته ځواب ووايه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته