کابل باختر دزمري دمياشتې ١٢ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت اقتصادي معينې عادلې راز پرون په کابل کې دجاپان له سفير ميتسوجي سوزوکا سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې عادلې راز په اقتصادي ، پوهنې ، روغتيا ، سوداګرۍ او په هېواد
او سيمه کې دسولې ، سوکالۍ د تامينولو او افغان ښځو ته دتحصيلي اوتخنيکي
سکالرشيپونو د ورکولو غوښتنه وکړه.
دغه راز د جاپان سفير دافغانستان او جاپان ترمنځ دهمکاريو په دوام ټينګاروکړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ