سیاست

دبهرنيو چارو وزارت داقتصادى همکاريو معين دامريکا دپرمختيايي ادارې له رييس سره وکتل .

-کابل – باختر دچنګاښ دمياشتې ٣
دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معين دامريکا دنړيوالې پراختيا د ادارې له رييس سره په کتنه کې په افغانستان کې ددغې ادارې دپروګرامونو په باب خبرې وکړې .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ .
دبهرنيوچارووزارت داقتصادي همکاريو معين دافغان ښځو دځواکمنتيا لپاره ددغې ادارې ديو ستر پروګرام د برياليتوب څرنګوالى، په افغانستان کې دخصوصى سکتور دملاتړ په لاره کې ددغې ادارې دهمکاريو او دبروکسل دکنفرانس تر جوړيدو پورې په دغو موارد کې د زياتو آسانتياو دبرابرولو لپاره دافغانستان دحکومت د ژمنو په باب خبرې وکړې .
په افغانستان کې دامريکا دنړيوالې پرمختيايي ادارې رييس هيربى اسميت په اقتصادى برخو کې ددغې ادارې دپروژو په باب معلومات ورکړ او په افغانستان کې يې ددغې ادارې دبشردوستانه پروژو دعملي کولو لپاره دامريکا دملاتړ ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته