کابل باختر د کب دمياشتې ٨ :
دبهرنيو چارو وزارت اداري معين په کابل کې دهند جمهوريت له سفيرسره په کتنه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ ديوه هوايي دهليز دجوړولو اودتجارتي مالونو دليږدونې په باب خبرې اترې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت معين ډاکتر نصيراحمدانديشه نن په کابل کې دهند جمهوريت له سفير منپريت وهرا سره په کتنه کې په داسې حال کې چې د جمهوررئيس اقتصادي سلاکار او دنورو اړوندو دولتي ادارو يوشمير مسوولينو اومقاماتو ګډون کړى و ، له هند سره دتجارتي اواقتصادي اړيکو په برخه کې دپرمختګونو اودچټک ليږد راليږد په برخه کې دافغانستان او هند ترمنځ دتفاهم ليک په باب خبرې وکړې او هيله يې څرګنده کړه چې دغه سوداګرۍ بهير له بل هر وخت څخه پراختيا مومي اوزياته پياوړې شي.
دهوايي دهليزدليږد راليږد دسيمې په جوړولو سره ددوه اړخيزې سوداګرۍ
دکارګو دهوايي الوتنو له لارې هند ته دافغانستان دصادراتو دليږدونې او افغانستان ته دهندي مالونو دواردولو، دمالونو دکيفيت ، موسمي بدلونونو په دې برخه کې دکاري ګړنديتوب دکړو وړودڅرنګوالي،پلټنې اوکنترول ،ددواړو هېوادونودهوايي ډګرونو په ګمرکونو کې دمالونوپه مالياتو اوتعرفواو دمالونو دليږدونې او ترلاسه کولو دزياتو آسانتياو ، په دې برخه کې دخصوصي سکتور دزياتې ونډې ،دتدارکاتي مقرراتودپړاونو دبشپړولو ،په هوايي انتقالاتو کې دخصوصي سکتور دملاتړ لپاره دبودجې دځانګړي کولو ، دافغانستان دملي صادراتو دستراتيژۍ او دافغان _ هند دتجارتي مرکز د جوړولو دجدي کار په باب دافغانستان او هند دهوايي چلند دادارو ترمنځ د ګډطر زالعمل د جوړولو په باب کاري اوتخنيکي هراړخيزې خبرې اترې وشوې.
0 1 دقیقه لوستل