امنیت

دبهرنيو وژل شويو عکسرو شمير سلو تنو ته ورسيدل

کابل باختر دوري  اوولسمه

   د ٢٠١٢ ميلادي کال لومړيو څلورو مياشتو په بهير کې  په افغانستان کې دايساف دوژل شويو عسکرو شمير سلو تنو ته ورسيدل .

 په کابل کې دايساف  خبري منابعو  وايي په افغانستان کې  دناتو دځواکونو ددوو تنو نورو  عسکرو په وژنې  سره چې پرون رامنځته شوه په دغه هيواد کې دناتو دپوځيانو دسردزيانونو شمير سلو تنو ته ورسيدل .

 داپه داسې حال کې ده چې  ٢٠١١ ميلادي کال دلومړيو څلورو مياشتو په بهير  کې  په افغانستانکې دايساف دوژل شويو عسکرو شمير يو سلو نهه تنه ثبت شوي و  دغه دوه شميرونه ښيي  چې په افغانستان کې دايساف دعسکرو د سرپه زيانونوکې  کمښت رامنځته شوي دي .

 په تيرو لسو کلونوکې په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې دپوځي ماموريت  له پيل څخه تراوسه پوري درې  زره تنه بهرني عسکر وژل شوي دي چې زياتره يې امريکايي عسکر او ورپسي انګليسي عسکر دي .

  اوس په افغانستانکې دبهرنيو عسکرو شمير چې دتروريزم پرخلاف په مبارزه کې  ديساف او دنړيوال ائتلاف په  چوکات کې  شتون لري  يو سلو ديرشو زرو تنو ته رسيږي .

 دناټو مشران  په خپله دوه کاله مخکې غونډه کې چې  دپرتګال  په لزبن  کې جوړه شوه   ٢٠١٤ کال  يې په افغانستان کې دناتو دپوځي ماموريت پاى اعلام کړي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته