دبن دنړيوال دکنفرانس وروستۍ غونډه دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي په وينا او دپريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيده.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي دافغانستان لپاره دبن دکنفرانس په وروستۍ غونډه کې لنډه وينا وکړه او دنړيوالې ټولنې اودجرمني له حکومت او خلکو څخه يې مننه وکړه او ويې ويل نن دافغانستان ملت ته يوه تاريخي اونه هيريدونکې ورځ ده . ده يوځل بيا دافغانستان له خلکو سره ددايمي ملاتړ له امله له نړيوالې ټولنې څخه مننه وکړه .
دافغانستان داسلامي داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي له وينا وروسته دافغانستان اوجرمني دبهرنيو چارو وزيرانو په يوگډ خبري کنفرانس کې نتيجي بيان کړي .
دالمان دبهرنيو چارو وزير ددې ترڅنګ چې دبن په دويم کنفرانس کې دنړيوالې ټولنې ددايمي ملاتړ يادونه وکړه ويې ويل نړيواله ټولنه نه غواړي افغانستان يواځي پريږدي ، نړيواله ټولنه نه غواړي افغانستان بې ثباته شي وايي ثبات چې له افغانستان څخه هيڅ خطر نړۍ ته متوجه نه شي .
دالمان دبهرنيو چارو دوزير دڅرگندونوله مخې دبن دويمه غونډه ستر جشن نه و بلکي داسې غونډه وه چې په هغې کې دواړو لورو ژمني درلودي چې په څه ډول په افغانستان کې ددموکراسي ارزښتونه وساتل شي اوپياوړي شي .
ده دغه راز وويل دافغانستان حکومت دښه حکومت کولو، دقانون دواکمني ، له فساد او نشه يي توکو سره دمبارزي په باب ژمې لري او نړيواله ټولنه که د ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره خپلو مرسته ته دوام ورکوي.
په دې خبري کنفرانس کې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دبن دويم کنفرانس تاريخي ورځ وبلله او په دغه کنفرانس کې خبري يي ګټوري وبللي.
ده دغه راز په هيواد کې ترځمکې لاندې زيرمو اومنابعو يادونه وکړه او داداري فساد دله منځه وړلو اوله نشه يي توکو سره دمبارزي لپاره يې يوځل بيا دافغانستان په ژمنې ټينګار وکړ.
ده دغه راز وويل په افغانستان کې ثبات دپاکستان په ګټه دى او دبن پريکړي هم ددغه هيواد لپاره مهمي دي .
دالمان دبهرنيو چارو وزير په دې خبري کنفرانس کې وويل په نږدي راتلوونکې کې دافغانستان په سلو کې دپنځوسو خلکو امنيت ددغه هيواد په ځواکونو پوري اړه پيداکوي هغه څه چې لس کاله مخکې فکر يي هم نه کېده .
دکنفرانس پريکړ ه ليک ديوې سريزي په ګډون درې ديرشو فقرو او شپږو برخو برابرشوي دي او په هغه کې څرگنده شوې ده چې نړيواله ټولنه او افغانستان له دې وروسته ځانونه دليږ دونې ددوري اوپه بيلابيلو برخو کې دخلکو دژوند دبدلون ددوري دستراتيژي په تطبيق لاس پوري کوي .