کابل باختر د زمري اته ويشتمه :
دفارياب ولايت دبلچراغ ولسوالۍ دوسله والو طالبانو دډلې لاس ته ورغله .
وسله وال طالبان تيره شپه له کومې نښتې پرته ددغې ولسوالۍ بازار ته ننوتل .
درارسيدلو خبرونو له مخې، دبلچراغ ولسوالۍ امنيه قوماندان ، په دغې ولسوالۍ کې دملي اردو دميشتو ځواکونو دقوماندان او دامنيت دمدير په ګډون په لسګونو تنه پوځيان له خپلو سرتيرو سره يوځاى وسله والو طالبانو ته تسليم شوي دي .
دفارياب په ولايتي شوراکې يوې سرچينې باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تيره شپه له کومې نښتې پرته دبلچراغ ولسوالۍ ونيوله .
دفارياب ولايت دبلچراغ ولسوالۍ دميمنې ښار دجنوب ختيځ په شپيته کيلومتري واټن کې پرته ده .
دغه ولسوالۍ دسرپل او جوزجان له ولايتونو سره ګډه پوله لري .
دبلچراغ ولسوالۍ درې مياشتې مخکې هم دطالبانو لاس ته ورغله خو په پاى کې پوځيانو هغه له طالبانو څخه بيرته ونيوله .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل