کويټه باختر دثور دويمه
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو د وطن جمهوريت ګوند دمشر حقوقي سلاکار نواب زاده نازين بوګتې دپاکستان د بلوچستان ايالت دمرکز کويټي ښار په مربوطاتو کې تښتولي دي .
دپاکستان د ډيلي تايمز ورځپانې دکويټې ښار دپولسو له خولې ليکلي دي ناپيژندل شويو کسانو دوسلې په زور دغه سلاکار چې دموکبي کوهلي په نامه شهرت لري وتښتاوه .
دبلوچستان دمدافع وکيلانو ټولنې او ددغه ايالت دقانون جوړونې متحده هئيت دغه تښتونه غندلي ده او دمحکمو په غونډ کې يي له ګډون څخه ډډه کړې ده .
دوي اعلام کړي دي که چيري دغه سلاکار په خوندې ډول خوشي نه شي دوي به په ټول هيواد کې پراخ اعتراضونه وکړې .
دبلوچستان ايالت اعلي وزير محمد اسلم رايساني دقانون دنافذولو ادارو ته لارښوونه کړې ده چې ډير ژر ددغه سلاکار دخوشي کولو لپاره هلې ځلې وکړې .
له بله پلوه ددغه ګوند مشرنواب زاده کلال بوګتې دبلوچستان د اعلي وزير داستعفا غوښتنه وکړه او وي ويل چې ايالتي حکومت دخلکو دسراو مال په ساتنه کې ناکام شوي دي .