کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
بلغاريا يو افغان تبعه آلمان ته سپاري.
په بلغاريا کې د يوې محکمې دڅرګندونو له مخې : په دغه سړي په يوه بهرنۍ تروريستي ډله کې د غړيتوب تور لګول شوى دى .
اووه ويشت کلن سليمان صديقي چې د آلمان تابعيت هم لري تيره اوونۍ د اروپا داتحاديې له حکم سره سم د بلغاريا دپلوفديف ښارکې ونيول شو.
دهمدې خبرله مخې : ټاکل شوې وه صديقي دآلمان دهامبورګ ښارکې محاکمه شي خو د روانې ميلادي مياشتې په منځنيو وختو کې په دغه هيواد کې بيدرکه شوى و.
تراوسه پورې معلومه نه ده چې دى څه ډول بلغاريا ته رسيدلى دى .
دبلغاريا امنيتي ځواکونو وويل چې صديقي پخوا د ډيورند له کرښې آخوا دقبايلي سيمو په کمپونو کې پوځي زده کړې کړي دي ، خو ده په بلغاريا کې په کوم تروريستي بريد کې لاس نه درلود.
1 1 دقیقه لوستل