دبلخ پوهنتون محصلان دنويو کتابونو او اثارو دنشتوالي له امله شکايت کوي

کابل باختر د تلي  دويمه :
دبلخ ولايت  محصلان او فرهنګيان وايي  چې نويو او عصري علمي اثارو ته  لاس رسۍ  نه لري . او ددغه ولايت په کتابتونونوکې موجود کتابونه  ددوى اړتياوې  نه لرې کوي .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دبلخ پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي  دکتابتون مسوول فرهاد بلخي وويل  چې ددغه ولايت په کتابتونونوکې موجود کتابونه زاړه محتوا لري . او له لومړنيو شرايطو سره برابر نه دي .
ده وويل له همدې امله مطالعې ته دفرهنګيانو او محصلانو علاقمندي پيکه شوې ده .او هره ورځ ډير لږ خلک کتابتونونو ته  مخه کوي . 
ده له دولت څخه وغوښتل  چې په دغه ولايت کې  کتابتونونو ته  جدي پاملرنه وکړي .او د زاړو کتابونو پرځاى نوي کتابونه ځاى پرځاى کړي .
دغه راز دبلخ ولايت دعمومي کتابتون مسوول روشن روشنادکتاب لوستلو فرهنګ دزده کوونکو او محصلانو دپوهې دودې په لاره کې  ضروري وباله او دبلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ له رياست څخه يې  وغوښتل چې نوي کتابونه دخلکو په واک کې ورکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته