ورزش

دبلخ ولايت دفوټبال دري ديرشو تنو دښوونکو جواز ليکونه ترلاسه کړل .

کابل باختر د سلواغې پنځمه :
په بلخ ولايت کې نن دفوټبال دري ديرشو  تنو ښوونکو جواز ليکونه ترلاسه کړل .
  د مزارشريف  له ښار څخه دفوټبال  فدراسيون دخپرونو مسوول علي کاظمي دباختراژانس  خبريال ته وويل  دغو ښوونکو ته ديوې اوونۍ  په بهيرکې  دهيواد دفوټبال فدراسيون  داستادانو له خوا  لوست ورکړ شوى دى او په پاى کې يې دښوونکي توب جواز ليکونه  ترلاسه کړل .
ديوبل خبر له مخې ، ټاکل شوې ده سبا په بلخ کې دنجونولپاره  دښوونکي توب دجواز ليک  کورس پرانستل شي .
دعلي کاظمي  دڅرګندونو له مخې، په دغه کورس  کې به چې يوه اوونۍ  دوام مومي څه دپاسه شل نجونې  ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته