کابل باختر د ثور څلورمه :
د بلخ ولایت فرهنګي فعالینو او د مدني ټولنې بنسټونو نن په یوه غونډه کې په کابل کې وروستى تروريستي برید وغانده او هغه یې د ټولو اسلامي ارزښتونوپرخلاف وباله .
د بلخ ولایت د مدني بنسټونو ریېس ډاکټرنجیب الله پیکان د باختراژانس سیمه یېز خبریال ته وویل:په کابل او بغلان ولایتونوکې وروستي تروريستي بریدونه چې د لسګونو تنو بې ګناه هیوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شول د ټولواسلامي او انساني ارزښتونو پرخلاف و چې باید وغندل شي .
په دغه غونډه کې تولو برخه والو له امنیتي بنسټونوڅخه و غوښتل چې د رایې ورکونکو د نوم لیکنې او د ورقي تذکرو د ویشلو د مرکزونو د امنیت د تامینولو په خاطر زیاتې هلې ځلې وکړي. ختم _ج