ښوونه او روزنه

دبلخ دژورناليزم دپوهنځي دبنسټ ډبره کيښودل شوه

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧  :
دبلخ پوهنتون  دژورناليزم دپوهنځي او درسنيو دعملياتي مرکز دودانۍ دبنسټ ډبره نن کيښودل شوه.
دبلخ پوهنتون د ژورناليزم دپوهنځي رييس  پوهنمل محمدنظري باختر آژانس ته وويل :  دژورناليزم د پوهنځي ودانۍ   دبلخ پوهنتون  په ساحه کې دامريکا دخلکو په مرسته  دڅه دپاسه ديرشو مليونو ډالرو په لګښت  جوړيږي .
نظري زياته کړه ددغې ودانۍ دجوړولو کار په يو کال کې  په دوو پوړونو کې په اساسي ډول جوړيږي  چې  دراډيو ټلويزيون  په ګډون ټول  تجهيزات پکې په پام کې نيول شوي دي.
ده زياته کړه  ، ټاکل شوې ده  په نږدې راتلوونکي کې  به  دنجونو لپاره  په ستندرد ډول يوه ليليه هم  دامريکا  دخلکو په مرسته جوړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته