امنیت

دبلخ دپوليسو يومسوول دناوړې استفادې په تور ونيول شو .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
دبلخ ولايت ددولت ابادولسوالۍ دامنيتي قوماندانۍ سرپرست له وظيفوي  صلاحيتونو څخه دناوړې استفادې په تور ونيول شو .
  دبلخ ولايت امنيه قوماندان سيدکمال  سادات  دباختراژانس خبريال ته وويل :ددولت اباد ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ سرپرست معراج الدين ددغې ولسوالۍ ددوو تنو اوسيدونکو دنيولو او ډبولو په تور نيول شوى دى
ويل کيږي چې معراج  الدين ددولت اباد ولسوالۍ ديو اوسيدونکي دخلاصون په بدل کې دهغه له ورور څخه اتيا زره افغانۍ غوښتې وې  .
امنيه قوماندان زياته کړه چې په بلخ کې هيڅ مسوول ته له وظيفوي  صلاحيتونوڅخه دناوړې استفادې اجازه نه ورکوي  او دغه مسوول دخپلې دوسيې دتعقيبولو لپاره عدلي بنسټونوته  سپارل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته