دبلخ دوالي عطا محمد نور دکارنامو ملاتړ .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
دآريانا دځوانانو د ټوليزې شورا غړو او دبلخ ولايت يو شمير ځوانانو ديوې غونډې په ترڅ کې دبلخ دوالي عطا محمد نور له کارنامو سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
په بلخ کې د آريانا دځوانانو دټوليزې شورا مسوول شير احمد فيض وايي چې دبلخ والي دڅوارلسو کلونو په بهير کې په بلخ کې د ټولو قومونو د راټولولو او د يوبل منلو دامنيت دتامينولو ، سولې او آرامۍ ،بيارغونې او پرمختګ په خاطر هڅه کړې ده .
دځوانانو استازي دغه راز دبلخ ولايت دامنيت دتامينولو په خاطر له امنيتي ځواکونو څخه مننه وکړه او له دغو ځواکونو سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته