ټولنه

دبلخ داداري اصلاحاتو اودملکي خدمتونو کميسيون ته ودانۍ جوړه شوه

کابلباختردميزان١٠
دبلخ ولايت داداري اصلاحاتو اودملکي خدمتونودکميسيون دادارې  نوې ودانۍ نن پرانيستل شوه .
دبلخ ولايت داداري اصلاحاتواودملکي خدمتونودخپلواک کميسيون رييس قاري عبدالمتين امين باخترآژانس ته وويل  :  دغه ودانۍ دآ لمان په  مالي مرسته دڅلور سوه  زرو امريکايي  ډالرو  په لګښت دشپږ سوه مربع متره ځمکي په ساحه کې په څلورو پوړونو کې جوړه شوې ده  .
خبرځاى زياته کړه ، دغه ودانۍ اتلس اداري خونې ، دکنفرانس سالون اونور ضروري  ملحقات لري چې په يو کال کې جوړه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته