کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
دبلخ او سمنګانو دولايتونو دولسواليو يوشمير ځوانانو دخلکو دستونزو دڅيړنې په مقصد دعدالت غوښتنې ګډ ټيم جوړ کړى دى .
دبلخ ولايت دښځو دملاتړ ډاکتر مسوولې نيلوفر سيار وويل چې دغه ځوانان په دوو ډلو کې دسمنګانو ولايت دحضرت سلطان اودبلخ ولايت په دهدادي ولسواليو کې فعاليت کوي .
ميرمن سيار زياته کړه: په هره ډله کې شل تنه ښځې او نارينه شامل دى چې په بيلابيلو دورو کې دشخړې دحل کولو ، سولې ، دښځو او دماشومانو دحقوقو دځوانانو دسياسي مشارکت ، مديريت او رهبري او دبشر دحقوقو دمسئلو په باب دعدالت غوښتنې په لاره کې يې زده کړې کړي دي .
ميرمن سيار زياته کړه: دغو ټيمونو درې مياشتې زده کړې کړي دي او درې مياشتې يې په خپلو ولسواليو کې عملي کارکړى دى .
په همدې حال کې ددهدادي ولسوالۍ د ټيم يوشمير غړو وويل چې ددوى عدالت غوښتنه په دغې ولسوالۍ کې په اړتيا وړ سيمو کې دڅښاک داوبو دلسو څاګانودکيندلو زمينه برابره کړې ده .
دسمنګانوولايت دحضرت سلطان ولسوالۍ دنجونو دښوونځى مديرې نسرين قاطع وويل چې دعدالت غوښتنې دټيم هلې ځلې ددې سبب شوي دي چې دښځو او نارينه و دبرخې متخصص ډکتران ، درې مسلکي ښوونکي او يو امبولانس دغې ولسوالۍ ته وليږدول شي.
دغه پروګرام په بلخ ولايت کې دښځو او ځوانانو دملاتړ دمرکز له خوا پيل شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل