کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دبلخ اوباميانو يوشمېر مشرانو نن دپوهنې وزارت له سرپرست ډاکتر محمد ميرويس بلخي سره په يوه غونډه کې دخپلو ولايتونو دپوهنې ستونزې له هغه سره شريکې کړې .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې غونډه کې دبلخ اوباميانو مشرانو دپوهنې ستونزې دپوهنې وزارت له سرپرست سره شريکې کړې او په دې ترڅ کې يې چې ددغو ستونزو دلرې کولو په لاره کې خپلې نظريې او وړانديزونه څرګند کړل په دغو ولايتونوکې دتعليمي خدمتونو ښه والي ته دپوهنې وزارت دزياتې پاملرنې غوښتنه وکړه .
ډاکتر بلخي دافغانستان په ګوټ ګوټ کې تعليمي خدمتونو ته دانډوليز لاسرسي په موخه دولسواليو او دلرې پرتو سيمو پوهنې ته ددغه وزارت دپاملرنې يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې ددې کار په تحقق کې دښوونځيو دشوراګانو او دوګړنيو شوراګانو همکارى هم اغيزمنه ده .
دغه راز دپوهنې وزارت سرپرست څرګنده کړه چې ددغو ولايتونو دپوهنې دستونزو په لرې کولو اقدام کېږي .
ختم_ ف_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل