کابل باختر د کب دمياشتې ٨ :
د سرپل ولايت د فوايد عامې مسوولين وايي چې دوى نن په دې بريالي شوي دي چې د يوې ارتباطي فرعي لارې په خلاصولو سره د بلخاب ولسوالۍ چې له شپاړلسو ورځو را په دې خوا د واورې دسخت اورښت له امله محاصره شوې وه خلاصه کړي .
دسرپل ولايت دفوايد عامې رئيس زلمى رحيمي باخترآژانس ته وويل چې د
ګل ورز لاره چې بلخاب له دره صوف ولسوالۍ سره نښلوي د نقليه وسايطو پرمخ پرانستل شوه.
رحيمي زياته کړه دغه لاره په تيرو شپاړلسو ورځو کې د واورې دسخت اورښت له امله بنده شوې وه اود دغې ولسوالۍ خلک له نورو سيمو سره د اړيکو له امله محروم پاتې شوي وو .
د فوايد عامې رئيس وويل اوس هم د قرم د غاښى لاره چې له مرکز سره د دغې ولسوالۍ يوه مهه ارتباطي لاره ده د زياتې واورې د اورښت له امله بنده ده .
دسرپل دولايتي شورا رئيس محمدنور رحماني وويل چې دګل ورز لاره له سيمه ييزو شوراګانو سره د فوايد عامې رياست له خوا ديوه قرارداد له مخې پاکه اوپرانستل شوې ده خو اوس هم له دې لارې څخه دنقليه وسايطو تګ راتګ له ستونزوسره مخامخ دى.
خو دبلخاب ولسوال عبدالله انصاري ويلي دي چې اوس هم په دغې ولسوالۍ کې وضعيت دانديښنې وړ دى څرګه چې په روغتيايي مرکزونو کې درمل خلاص شوي دي اوپه بازار کې هم نه ترلاسه کيږي .
سيمه ييز خبرځايونه وايي چې قرم غاښى چې دولايت له مرکز او دسانچارک له ولسوالۍ سره ددغې ولسوالۍ اصلي لاره ده د ناامنۍ له ستونزوسره هم مخامخ دى.
0 1 دقیقه لوستل