دبغلان _ کندز دلويې لارې دبندولو لپاره دطالبانو ناکامې هلې ځلې .

کابل باختر دوږي لومړي :
دزاړه  بغلان په ساحه کې دکندز _ بغلان دلويې لارې دتړلو په مقصد نن سهار دوسله والو طالبانو هلې ځلې  ناکامې  شوې .
دبغلان  ولايت دامن او عامه نظم دکنډک قوماندان سمونوال برهان الدين زاهد دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دزاړه بغلان دولسوالۍ دجنګل باغ په ساحه کې  په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې دوسله والو طالبانو دغه يرغل دامنيتي ځواکونوله مقاومت سره مخامخ شو چې وسله والو طالبانو ته دسردزيان په اوښتو سربيره دغه عمومي لاره دترافيکو پرمخ پرانستې وساتل شوه او طالبان له ساحې څخه وتښتيدل .  دعامه نظم او امن دکنډک قوماندان ددغې لويې لارې دتړل کيدو په باب دځينو تصويري رسنيو رپوټو ته  رد کړل  او دلارې په پرانستل والي اودوسايطو په تګ راتګ باندې يې ټينګاروکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته