دبغلان په څلويښتو روغتيايي مرکزونوکې په نري رنځ اخته ناروغان تداوي شوي دي .

-کابل باختر د وري اوومه :
دنري رنځ  نړيواله ورځ  پرون په بغلان ولايت کې  ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په هغې غونډه کې چې  دبغلان ولايت دعامې روغتيا  درييس محب الله حبيب  په ولايتي شورا کې  دخلکو دوکيلانو ، دروغتون  ملي او نړيوالو  همکارانو او د لسګونو تنو روغتيايي  کارکوونکو په ګډون ددغه ولايت په مرکز کې جوړه شوه لومړى دعامې روغتيا  دوزير پيغام  دعامې روغتيا درييس له خوان ولوستل شو .
  دبغلان ولايت دعامې روغتيا  درييس دڅرګندونو له مخې، تيرکال  دوه زره تنه چې په نري رنځ اخته وو . ددغه ولايت په روغتيايي  مرکزونوکې تداوي شوي دي .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رييس په ټولو دولتي روغتيايي مرکزونو   او څلورو خصوصي  روغتونونو کې دوړيا درملو دورکولو او ددغو روغتونونو دسمبالوالي  خبر ورکړ او ويې ويل  په دې وروستيو وختو کې دناروغانو دتشخيصولو  په مقصد دنري رنځ دکنترول په يونت کې  دجين اکسپرت يو ماشين هم درول شوى دى .
داپه داسې حال کې ده چې له دغې ناروغۍ سره  له  مبارزې  سره سره اوس هم دنرى  رنځ ناروغۍ دهېواد دعامې روغتيا له مهمو اواساسي ستونزو څخه دي او هرکال په هرو سلو زرو تنو کې دنري  رنځ يوسلو اتيا پيښې رامنځته کيږي .
ددغې غونډې په پاى کې دنري  رنځ دبرخې دروغتيايي  مرکزونو  يوشمير ډاکترانو ته سوغاتونه او ستاين ليکونه ورکړ شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته