دبغلان په بورکې ولسوالۍ کې ديوه ځوان ځان وژنه .
کابل باختر د غبرګولي پنځلسمه : دبغلان ولايت دبورکې په ولسوالۍ کې پرون يوې کوږدنې نجلۍ ځان وواژه دبورکې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد علي نهرينوال باختراژانس ته وويل چې دغه کوږدنې نجلۍ دبورکې ولسوالۍ په باى توپ کلي کې له خپلې کوږدن سره له تيلفوني ناندرې وروسته دښکاري ټوپک په واسطه ځان وواژه او خپل ژونديې پاى ته ورساوه . ده زياته کړه چې دنجلۍ کوږدن ددې دوژنې په اوريدو سره وغوښتل چې په چاړه سره خپل ژوند پاى ته ورسوي چې کورنى يې دده دکار خنډ شو . او ده يې دټپي په حالت کې دکندز ولايت روغتون ته ولېږدول . ختم_ عطاالله _ اکرم