ټولنه

دبغلان ولايت يوشمير خلکو دملي پيوستون دپروګرام له ښيګڼو څخه ګټه واخسته .

کابل باختر دکب اته ويشتمه :
دبغلان ولايت  څه دپاسه  پنځلسو  زرو کورنيو په دې وروستيو وختو کې  دملي پيوستون دپروګرام  دټولګټې پروژو له ښيګڼو څخه  ګټه واخسته .
  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت  داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ،  د سلو مليونو شپږ سوه  اته پنځوسو زرو افغانيو په لګښت  د بغلان ولايت  دخنجان ، دوشي ، بورکې  ، نهرين ، تاله او برفک ،  بنو ،  پل حصار ، دهنه غوري  او دده صلاح  په ولسواليو  او ددغه ولايت په مرکز  پلخمري کې  دملي پيوستون  دپروګرام  ديوشپيتو  ټولګټو پروژو کار  بشپړ او دخلکو داستفادې وړ ګرځيدلي دي .
  په دغو پروژو کې  دټولنيزو مرکزونو دڅښاک دروغتيايي اوبو دزيرمو،  محافظوي  او استنادي ډيوالونو،  پلګټو   ، کيبلي پلونو  ،  ښوونځيو  او داوبو لګولو دکانالونو  جوړول ، دڅښاک دروغتيايي اوبو دشبکو غزول، دلاسي بمبو په درولو سره  دڅښاک دروغتيايي اوبو دڅاګانو کيندل  او دسړکونو  جوړول  او کريړ اچول  شامل دي . 
  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت  دملي پيوستون  پروګرام  په بغلان ولايت کې  دفعاليت  له پيل څخه تراوسه پورې  ٩٩٤ کلي  دپرمختيايي پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي دي او په دې بريالى شوي دي  چې په بيلابيلو برخو کې ٢٦٤٧پروژې بشپړې  او دخلکو  داستفادې وړ  وګرځوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته