امنیت

دبغلان ولايت مسوولين جيل ته دنشه يي توکو دليږدونې له امله انديښنه لري .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
دبغلان ولايت مسوولين جيل ته دنشه يي توکو دليږدونې له امله انديښنه  لري .
د بغلان ولايت دعمومي جيل رييس محمدعيسي باختر آژانس ته وويل  :
قاچاق وړونکې او روږدې کسان په ماهرانه ډول نشه يي توکې جيل ته ليږدوي او دنورو بنديانو په واک کې يې ورکوي.
ده زياته کړه دجيل زياتره کارکونکي جيل ته دنشه يي توکو په قاچاقو کې لاس لري
دغه راز ده  په دغه جيل دمسلکي کارکوونکو کمښت او دپرمختللو او سمبالو تجهيزاتو نشتوالى  ددغې پيښې درامنځته کيدو عوامل وبلل او له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې په   دغه جيل کې د روږدوکسانو د درملنې  يو کلينيک 
جوړ کړى .
ويل کيږي اوس څه دپاسه پنځه سوه تنه په دغه جيل کې شپې سبا کوي او دهغو خپلوانو ادعا کړې ده چې بنديان په جيل کې روږدي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته