دبغلان ولايت دښوونکو دروزنې عالي موسسه په کمپيوتري وسايلو سمباله شوه

کابل  باختردليندي دمياشتې  ٢٩ :
دهنګري دبيارغاونې  دټيم له خوا نن دبغلان ولايت دښوونکو دروزنې عالي موسسې ته دشلو زرو امريکايي ډالرو په ارزښت  کمپيوتري اودرسي وسايل وسپارل شول.
دبغلان ولايت دښوونکو دروزنې دعالي موسسې رييس محمد ناصر فرهمند باختراژانس ته وويل په دغو وسايلو کې پنځه ويشت دسک تاپ.  کمپيوترونه ، پنځه   لپ تاپ  کمپيوترونه ، دوه پرنترونه ، يوه فوتوکاپي  ، دوه پروجکتورونه ، څلور سوه اتيا يو کسيزي څوکۍ ، دکار څلويښت ميزونه اوپنځه  نوي لاسي بکسونه شته .
دبغلان ولايت دښوونکو دروزنې دعالي موسسې رييس دهنګري دمرستو له امله دقدرداني په ترڅ کې  ددغې اداري اساسي ستونزه ددرسي خونو کمښت وباله  او زياته  يې کړه چې  دبغلان ولايت  دښوونکو  دروزنې په عالي موسسه کې  ١٣٥٠ تنه محصلان په شپږو څانګو کې په زده کړه بوخت کوي او دلوست چارې يې دشپږاوياتنو استادانو له خوا پرمخ بيول کيږي .
ديوبل خبرله مخې  دهنګري دبيارغاونې دولايتي ټيم پرون دافغان پلخمري نساجي  له روغتون سره دپنځوسو زرو ډالر وپه ارزښت درمل اودطبي وسايلو مرسته وکړه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته