کابل باختر دوږي دوه ويشتمه :
دبغلان ولايت دپوهنې رياست د دريو اداري ودانيو دجوړولو کار ددغه رياست په دننه کې پيل شو .
دبغلان ولايت دپوهنې رييس ډاکتر محي الدين پيکان باختراژانس ته وويل دغه ودانۍ په دريو پوړونو کې ددوه زره متره مربع ځمکې په ساحه کې په اتو مياشت کې دڅه ناڅه شپږ مليونو افغانيو په لګښت ددولت له بودجې څخه جوړيږي .
ده زياته کړه دبغلان دپوهنې رياست اداري دفترونه همدا اوس په کرايي ودانيو کې هره مياشت څه ناڅه ٢٥٠ زره افغانۍ کرايه ورکوي .
ختم_ عطاالله _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ