اقتصاد

دبغلان مخکښو بزګرانود اوارولو ماشينونه ترلاسه کړل .

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
دبغلان ولايت  دکرنې او اوبو لګولو درياست له خوا داوارولو څلور ماشينونه ددغه ولايت  په مخکښو بزګرانو وويشل شول .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس عبدالوهاب خير زاده وويل  چې دغه ماشينونه دکرنې او اوبو لګولو وزارت  په کرونده کې داوبو د تنظيمولو دپروګرام  په مالي همکارى په سلو کې په اويا سبسايدي سره په مخکښو بزګرانو وويشل شول .
  دبغلان ولايت  دکرنې او اوبو لګولو رييس وويل چې داوارولو هرماشين درې سوه  زره افغانx ارزښت لري .
خيرزاده وويل چې له دغو ماشينونو څخه په کروندو کې استفاده کcږي .
   ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته